په دايکنډي کې دماشومانو دخونديتوب لپاره طرحې عملي کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر :
دماشومانو دملاتړ او مصوونيت پروژه نن په دايکنډي ولايت کې پرانستل شوه.
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې؛  په هغې غونډه کې په همدې مناسبت  دنيلي ښار دبرګ بادام په هوټل کې  د والي داستازي ، په کابل کې ديونسف ددفتر داستازي ، د دايکنډي ولايت دکار او ټولنيزو چارو درييس ، دهمکارو بنسټونو داستازو ، ولسوالانو  او درسنيو په ګډون جوړه شوې وه ددايکنډي دکاراو ټولنيزو چارو رييس رضا محمد په خپلو خبرو کې وويل :  هغه چلنجونه چې له خطر سره دمخامخو ماشومانو دلارې پرسر پراته دي ددولت دبودجې  دامکاناتو نشتوالى دى.
په کابل کې ديونسف استازې شيماګوتا وويل ؛ دافغانستان دنفوسو نيمايي وګړي ماشومان  دي  چې له دې جملې څخه درې ميليونه پنځه سوه زره  ماشومانو  دبېلابېلو دليليونوله امله له ښوونځي څخه پاتې دي چې زياتره يې نجونې دي.
هغې بيوزلي  او مهاجرت دماشومانو  له مهمو ستونزو څخه وبلل او ويې ويل ؛  چې ددغې  پروژې  د جوړولو هدف له مصيبت ځپلو ماشومانو سره دمرستې رسول  دي.
پاى \ ج \ ذ

back to top