31 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دننګرهار والي : دجاپاني مرستندويانو دترور طرحه له افغانستان څخه په بهر کې برابره شوې وه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /د ليندې١٥مه /باختر :
دننګرهار  والي وايي چې دجاپاني مرستندويانو دترور طرحه  له افغانستان څخه په بهر کې برابره شوې وه .
شاه محمود مياخيل دباختر اژانس خبريال ته وويل چې، دى داسې سندونه او شواهد په لاس کې لري چې ښيي چې دناکامورا په ترور کې دبهرنيو هېوادونو لاسونه ښکېل وو .
ديوه جاپاني مرستندوى بنسټ  په رييس تتسوناکامورااودهغه  پنځو افغان کارکوونکو دوه ورځې مخکې دننګرهار په مرکز جلال ابادښار کې ناپېژاندو وسله والو  ډزې وکړې او ووژل شول .
هغه دافغانستان داوبو دمديريت لپاره چې په بشپړه توګه پاکستان ته بهېدې داوبو لګولو بندونه او کانالونه  جوړ کړل اودافغانستان په ختيځ کې يې دبزګرى  او بڼوالى په غوړيدو کې مهم رول درلود .
دننګرهار  والي وويل:  ناکامورا دافغانستان داوبو دمديريت قرباني شو .
هغه په لوړ مديريت سره پرې نه ښودل دافغانستان ټولې اوبه دکونړ سيند له لارې پاکستان ته وبهېږي اوله دغواوبو څخه يې دهېواد په ختيځ کې دکرکيلې اوبڼوالۍ  په وده اوپرمختيا کې ګټه واخسته او په همدې خاطر هم ووژل شو.
دغه سيمه ييز مسوول وايي په ډيرلڼد ممکن وخت کې به خپل هغه سندونه اوشواهد چې دناکامورا په ترور کې دبهرني هېواد په لاس لرلو دلالت کوي، رسانه يي کړي .
ناکامورا دهغواوبو په تګلوري کې چې پاکستان ته بهېدې ، داوبو په لسګونو کوچني بندونه اوداوبو لګولو کانالونه جوړ کړل او په دې کار سره يې په زرګونو جريبه شاړې اوللمي ځمکې تر خړوبولو لاندې ونيولې .
دهېواد دختيځ دزياترو سيمو دکرکيلې وده او پرمختيااو سمسورتيا  په تېرو وختونوکې داوبو دنشتوالي او کمښت په نسبت وچې اوبې ګټې وې ددغه فقيدجاپاني مرستندوى دکار ثمره ده .
ختم_ عطاالله _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.