04 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

د ننګرهار د ځانمرګي بريد د ټپيانو روغتيايي حالت وڅېړل شو

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د عامې روغتيا وزارت د...

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سيمې په کچه د خان عبدالغفار خان علمي سيمينار جوړوي

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د خان عبدالغفارخان د علمي سيمينار...

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب  د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

حسينه ساپۍ: د سولې د بهير په باب د ښځو د نظريو غوښتنه وکړه

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر: د ښځو د چارو وزارت سرپرستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پردي خپلو موخوته درسېدو لپاره دافغانستان په شخړه کې ښکيل دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې   ٢١مه / باختر :
نور خپلو موخو ته درسېدو لپاره دافغانستان په شخړه کې  ښکيل دي خو دذهني اسارت په کړۍ  کې يوشمېر بند پاتې افغانان دنورو دموخو لپاره جنګېږي  او افغانستان  يې دسيمه ييزو ناسالمو سياليو په ډګر بدل کړى دى .
دباختراژانس خبريال ليکي : طالبانو په جسارت سره په بګرام ولسوالۍ کې  په عامه تاسيساتو دبريد مسووليت په داسې  حال کې په غاړه واخست چې  ددې ډلې يوشمېر مشران په قطر  کې دافغانستان دسولې لپاره دامريکا  دبهرنيو چارو وزارت  له ځانګړي  استازي سره په خبرو کې  بوخت دي هغه خبرې  چې مخکې له دې نهه پړاونه يې ترسره شوي و او په پاى کې دطالبانو دهغه تروريستي بريد په خاطر په پايله کې يې  يو امريکايي افسر ووژل شو، لغو شوې .
  پوښتنه په دې کې ده چې طالبان په کوم جسارت  سره په دغه شان حالت کې دامريکا پوځي اډې ته څېرمه دغه شان جنايت ترسره کوي .
  دغې پوښتنې ته ځواب دافغانستان دجګړې او سولې په پيچلې اوکړکېچن بهير کې سخت دى خو هغه څه چې له قراينو څخه چوتېږي  څرګنده  ده چې دسيمې هېوادونه دخپلو ستراتيژيکي  ګټو او ملي امنيت لپاره دافغانستان په شخړه کې ښکيل شوي دي او په هغوسياليو کې  په وسيلې بدل شوي دي چې هيڅکله  دافغانستان دخلکو اوهېواد په ګټه  نه دي په هغې جګړه کې چې دوام لري زياتره افغانان وژل کېږي زيات افغانستان ويجاړېږي او ولي دافغانستان دخلکو دسولې غوښتنې غږ ته ځواب نه واي   هغو رپوټونوته په پاملرنې  سره چې خپاره شوي دي نور دافغانستان په سوله او جکړه کې دسيمې دهېوادونو دموخو په درد او تفسير کې پټ  څه نه دي پاتې شوي دروان حالت او ددغې خطرناکې  لوبې د پراخو اړخونو درد له بل هر وخت څخه زيات دافغانانو لپاره روښانه شوى دى  چې په دې ناتمامه جګړه کې دا افغانان  دي  چې وژل کېږي او دا افغانستان دى چې ويجاړېږي له دې امله لاتراوسه پورې ځنډ نه دى شوى
لاتراوسه پورې فرصت په واک کې دى چې دافغانستان درهبرى دسولې داووه فقره ييزې  طرحې په شاوخوا  يوموټې  شو اودافغانستان دخلکو دغه بې درمله درد په خپله پاى ته ورسوو .
ځکه  جګړه دبرياليتوب لاره نه ده او دافغانستان شخړه به دافغانانو ترمنځ دتفاهم له لارې پرته پاى ته رسيدونکي نه وي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Thursday, 12 December 2019 11:35

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.