09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا

کابل/ د زمري ۱۸مه / باختر د سولې مشورتې لویې جرګې...

په  لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي  دي

په لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي دي

کابل/ د زمري ۱۸مه/ باختر د لوګر د کرنې، اوبولګولو او...

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جوزجان کې دپومبې حاصلات زيات شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندۍ ٢٣مه / باختر:
په جوزجان ولايت کې سږ کال دپومبې حاصلات دوه برابره زيات شوي دي .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ،  تېرکال په زر هکتاره ځمکه کې  پومبه کرل شوى و ، خو په روان کال کې  دپرله پسې اورښتونوله امله بزګرانوپه يوزرو اووه سوه څلور شپيته هکتاره ځمکه کې پومبه کرلې ده .او له هغه څخه يې  ښه حاصلات ترلاسه کړي دي . چې دتېرکال په پرتله دوه برابره زياتوالي ښيي .
دجوزجان دکرنې اواوبو لګولو رياست  دزراعتي چارو آمر اسد الله ستيغ  وايي چې دپومبې کرکيلې ته دبزګرانو دهڅونې لپاره يې د پومبې کرکيلې ته يې  شل نمايشني قطعې ځانګړي کړي دي چې له هغو څخه زيات حاصلات ترلاسه شوي دي .
دکرنې درياست مسوولين وايي  دجوزجان پومبه  برسيره پردې چې په دغه ولايت کې  پلورل کېږي  ګاونډيو هېوادونو ته هم صادرېږي .
ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Saturday, 14 December 2019 11:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.