24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تهران د هوايي پېښې د همغږی او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو نړیواله ډله – ایران سره د همکارۍ چوکاټ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر
لندن – کاناډا، اوکراین، سویډن،  افغانستان او انګلستان چې د تهران د هوايي پېښې د همغږۍ او د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ویلو د  نړیوالی ډلې غړي دي په کاناډا هوز (په لندن کې د کانادا  سفارت ) کې سره وکتل. او هوکړه ېې وکړه څو له ایران سره د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځواب ویلو لپاره د همکارۍ چوکاټ جوړ کړي.
دغه چوکاټ په پنځو مهمو برخو باندې تمرکز لري چې له ایراني چارواکو سره د د هغو ټکو د تامینولو لپاره زموږ په لاندې شرحه اسانوي:
۱ . قونسولي خدمتونو برابرولو لپاره  په ایران کی زموږ مقاماتو ته د بشپړ او له ځنډ او خنډ پرته لاسرسی برابرول. څو چې زموږ تخنیکي متخصصین د پلټنو دترسره کولو لپاره اړوند معلوماتو ته لاسرسی ولري؛
۲ ـ  د حرمت او رونټيا ساتلو سره یوځای اوله نړیوالو قوانینو سره برابر د قربانیانو د پېژندنې بهیر ترسره کول،  او  د بېرته ستنیدو او  په ټولو حالاتو کې هغوی ته د درناوی په برخه کې د قربانیانو د کورنیو د غوښتنې پوره کول؛
۳ . د ملکي هوايي چلند له نړیوالو کنوانسیونونو سره سمون کې د دقیقو، خپلواکو او شفافو نړیوالو پلټنو ترسره کول؛
۴ ـ  د ایران حکومت د دې غمجنې پېښې مسئولیت په غاړه اخلي او د قربانیانو د کورنیو په وړاندې خپلې دندې سر ته رسوي چې د خساری جبرانول هم پکې شامل دي.
۵د –    رڼو قضايي اقداماتو له لاری  به هغه کسان ځواب ورکوي چې د دې عمل مسئولین دي؛
موږ د ایران حکومت له رغنده همکاریو څخه چې تر دې مهال ېې کړي دي هرکلی کوو او دهغوی د دوامدارو همکاریو غوښتونکی یو.
پاي - ف

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.