02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغان او تاجک خبريالانو ترمنځ روزنيز ورکشاپ جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر
د افغان او تاجک خبريالانو ترمنځ چې د ژوندانه چاپېريال ساتنې په برخه کې کار کوي؛ د تجربو د تبادلې په موخه روزنيز ورکشاپ د تاجکستان په پايتخت دوشنبه ښارکې جوړ شو.
له دوشنبې ښار څخه د باختر آژانس د استول شوې خبريالې فرزانې نعمت د خبر له مخې: په دغه روزنيز ورکشاپ کې چې دوشنبه د "ملت " اوونيزې په کوربه توب جوړ شوى دى؛ يوه ډله افغان خبريالان پکې ګډون کړى دى.
د افغانستان ميدوتيک بنسټ مسوول حميد ځاځي د ورکشاپ په پيل کې وويل: د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د ژوندانه چاپېريال ساتنې په برخه کې د تجربو تبادله ده. د تجربو تبادله کولاى شي د ژوندانه چاپېريال ساتنې حالت د ښه والي لپاره د چلنجونو د حل کولو او د پروګرامونو د جوړولو لپاره ګټور وي.
په ورکشاپ کې د تاجکستان خبريالې او د ژودانه چاپېريال ساتنې کارپوهې مېرمن شهادت او د "عدالت" اوونيزې مسوولې مېرمن عدالت د تاجکستان د ژوندانه چاپېريال  ساتنې د چلنجونو او له هغو سره د مبارزې د پروګرامونو د پوهاوي ورکولو په لاره کې د رسنيو د رول په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
په دغه درې ورځني ورکشاپ کې چې د افغانستان ميدوتيک بنسټ، د تيلو او تاجکستان ملت اوونيزې په مالي ملاتړ جوړ کړى دى؛ د ژوندانه چاپېريال ساتنې د شبکې خبريالان به په بېلابېلو په برخوکې خپلې تجربې سره شريکې کړي.
ختم- مدينه - اکرم


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.