په سمنګانوکې په ترافيکي پېښه کې يو تن ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر
په سمنګانوکې نن د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د سمنګانو د مرکز ايبکو ښار په دلخکي غاښي کې د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله يو تن ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.
د سمنګانو د ولايتي روغتون ډاکټر مقبل عزيزي روغتون ته د يو مړى او د شپږو ټپيانو لېږدول تاييد کړل او ويې ويل چې د يو ټپى روغتيايي حالت خراب دى.
تېره اوونۍ د سمنګانو- بلخ لويې لارې په تګلوري کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي وو.
ختم- ج - اکرم

 

back to top