په پروان کې يو جومات پرانيستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر
د پروان په مرکز بر تتمدرې کلي کې يو جومات د پنجشنبې په ورځ پرانيستل شو او د لمونځ کوونکو د استفادې وړ وګرځېد.
د پروان د والي دفتر يو مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه جومات د ٦٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په پاحه او اساسي ډول جوړ شوى دى او په يو وخت کې د ٣٠٠ لمونځ کوونکي ظرفيت لري.
هغه وويل چې د دغه جومات د پرانيستلو په مراسموکې د پروان والي او د دغه ولايت نور دولتي مسوولين حاضر وو.
ختم- ج - اکرم

 

back to top