28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پیام ريیس جمهور به مناسبت تجلیل از روز جهانی دسترسی به اطلاعات

کابل/ 7 میزان /باختر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، دسترسی به اطلاعات...

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

کابل/ د تلې ۷مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د ملي بحث په پنځمه ناسته کې د کابل ښار د ۱۲، ۲۱ او ۲۲ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ له اوسېدونکو سره نن له غرمې مخکې په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر حکومتي مسوولینو هم حضور درلود، صفي الله هوتک د معارف او ځوانانو، مولوي سېدزین العابدین د عالمانو، رقیه بارکزۍ د ښځو، حاجي محمدګل هوتک د ګذر وکیلانو، انجنیر امان الله ترین د اصنافو او قومي مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهورريیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه یې دغه اقدام او نوښت کړی. 
ویناوالو د نا امنۍ، د غلو د مجازات، د پوهنې او ښوونځیو، د سړکونو او کوڅو د پخولو، کانالونو، د مجهز روغتون د نشتوالي، د ځمکو د غصب، برېښنا، د ښاري ترانسپورټ، د جوماتونو د رسمي کولو، د څښاک اوبو، د زورواکانو د ځپلو، د نشه یي توکو، د دارالعلوم جوړولو، د ادیرې لپاره د ځمکې ورکولو، د عالمانو او مدرسو د مصئونیت، د ښځو د استخدام، د وړکتون د نشتوالي، د پولیسو د تشکیل د کمبود، حلقوي سړک ، د کثافاتو د انتقال او نورې ستونزې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل. 
جمهورريیس غني له یادو ویناوالو څخه له دې امله چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې په وضاحت ورسره شریک کړل وویل: د کابل له ختیځ سره د مور او میرې چلند شوی او ښاروال ته یې لارښوونه وکړه چې دغه شوې بې عدالتي باید جبران او همدارنګه ډېر ژر دې د هدیرې د ځمکې لپاره خپل پلان تطبیق کړي.
جمهورريیس همدارنګه ښاروال ته هدایت وکړ چې له دې وروسته کثافات د کابل ختیځ ته نشي وړلی، د دې لپاره باید یوه لاره او ترتیب جوړ شي، ځکه د خلکو زغم نور پایته رسېدلی دی. 
جمهورريیس غني د دې په څرګندولو سره چې د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي، د افغانستان د برېښنا شرکت ريیس ته لارښوونه وکړه: که په درې اوونیو کې د کابل ښار د خلکو په ځانګړي ډول د بیلونو ستونزه حل نه کړي، نو مرستیالان به یې له دندو لرې کړي او په ټینګار سره یې وویل: د برېښنا په برخه کې له خلکو سره توپیري چلند د منلو وړ نه دی.
جمهورريیس څرګنده کړه: له کابل ښاریانو سره د ملي بحث دغه لړۍ به ادامه ولري او په پایله کې یې باید واضح پرمختګونه رامنځته شي. همدارنګه یې له خلکو څخه وغوښتل چې د کوڅې، ګذر، ناحیې او ولسوالۍ په کچه شوراګانې جوړې کړي.
هغه زیاته کړه: په بېلابېلو ادارو کې به د ښځو استخدام زیات او د ځمکو د غصب مخه ونیول شي.#
پاى/ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.