19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر
د هرات پوهنتون د محصلانو د علمي کچې د لوړولو لپاره هلې ځلې کوي.
د هرات پوهنتون چې د افغانستان په کچه يو معتبر پوهنتون دى؛ په وروستيو څو کلونو کې علمي او تحقيقي پرمختګونه کړي دي او هلې ځلې کوي چې د محصلانو د علمي ظرفيتونو په لوړولو سره له نورو پوهنتونونو سره سيالي وکړي. 
د هرات پوهنتون محصلانو هم په ١٣٩٨ کال کې علمي برياليتوبونه درلودل او هلې ځلې يې  کړې دي چې په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.
هر کال له هرات پوهنتون څخه څه دپاسه ٣٠٠٠ محصلان فارغېږي او دغه پوهنتون  هر کال دڅه دپاسه ٢٠٠٠ محصلانو د منلو ظرفيت لري. 
د هرات پوهنتون د تحصيلي څانګو د تخصصي کولو لپاره هلې ځلې کوي او څه دپاسه  ٧٠ پوهنځي لري .
د هرات پوهنتون يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د هرات پوهنتون د محصلانو د علمي ظرفيتونو د لوړولو لپاره علمي او تحقيقي مرکزونه لري او دغه راز د ادبياتو او اقتصاد په څانګوکې د ماسټرۍ برخه هم فعاله کړې ده چې د زده کړې د ودې او دوام لپاره ښه زمينه ده.  
پاى \ج\ ذ

Last modified on Monday, 20 January 2020 11:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.