19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې يوې نجلۍ خپل پلار وواژه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر
په هرات کې يوې نجلۍ جبري واده ته غاړه کېنښود او خپل پلار يې وواژه.
دغه پېښه تېره شپه د غوريانو ولسوالۍ په بازارکې رامنځته شوه.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: دغې نجلۍ څو ځلې په ژړا سره له يوه سړي سره د خپل واده په اړوند ناخوښي څرګنده کړې وه، خو کله يې چې وليدل پلار يې د دې خبرو ته غوږ نه نيسي؛ د کور ښکاري ټوپک يې واخيست او پر خپل پلار ډزې وکړې. 
د هرات د غوريانو ولسوالۍ د پوليسو مسوول محمد ناصر شجاع باختر آژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه تراوسه د دغې نجلۍ په نيولو نه دي بريالي شوي.
د دغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې وژل شوي سړي غوښتل خپل لور يوه  بوډا سړي ته            په نکاح  ورکړي. 
دوى وايي: دغه سړي خپلې لور ته خبردارى ورکړى و: که چېرې له هغه سړي سره له واده کولو څخه چې پلار يې غواړي ډډه وکړي؛ هغه به ووژني.
جبري ودونه په افغانستان کې د ښځو پرخلاف مروج تاوتريخوالى بلل کېږي چې په ځينو مواردو کې د نجونو او ښځو د ځان وژنې او ځان سوځولو سبب کېږي.
پاى \ ج\ ذ

 

Last modified on Tuesday, 21 January 2020 04:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.