14 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

موټر چلوونکي دتالقانو-فيض آباد دلوى لارې دنه ترميمولو له امله شکايت کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دلړم پنځه لسمه:
دتالقان فيض آباد لويه لاره چې دسيلاوونو د راوتلو له امله په قسمي ډول ويجاړه شوې ده؛ که چېرې ترميم نه شي د ژمې په موسم کې په  وتړل شي.
دبدخشان ولايت دفوايد عامې آمر محمد رفيق شيرزى باختر آژانس ته وويل: په پسرلى کې دموسمي سيلاونو د راوتلو له امله ددغې لويې لارې په لسو سيموکې پلګي ويجاړ شوي دي او دسړک ځينو سيموته زيان اوښتې دي او دغه امريت له محدوددو تخنيکي امکاناتو سره چې په واک کې يې لري؛ تراوسه پورې وکولاى شول دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانيسي وساتي ده .
زياته کړه: يو کال مخکې دفوايد عامې وزارت له خوا يو تخنيکي ټيم راغلى و، خو دهغوى دکار نتيجې تراوسه معلومې نه دي.
پنجشير دحصارک دمسافر وړونکې اتحاديې يو موټر چلونکى عبدالصمد چې په دې لويه لاره کې مسافر ليږدوي؛ وايي: په پسرلي کې دسيلاونو د راوتلو له امله په څو سيمو کې دسړک دخرابوالې له امله له يو موټر څخه بل موټر ته ختل، خو په ژمې کې به دغه ستونزې دوه برابره شي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.