20 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دغور ځوانانودحکومت دژمنې دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  // دسلواغي ٣مه / باختر :
دغور ځوانانو په يوه اعتراضيه حرکت کې په دغه ولايت  کې ددولتي  ادارو دروازې  وتړلې .
  دغور دولايتي شورا غړى عبدالحميد ناطقي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه حرکت دغور دمشرانو اودولايتي شورا په مرسته ددغه ولايت دسلو کيلومتروپه اوږدوالي دسړک دجوړولودبودجې  دنه شاملېدو په خاطر په فيروز کوه ښارکې پيل شوى دى .
ناطقي  وويل: ټاکل شوې  وه چې حکومت په روان کال کې ددغه ولايت دمرکزي سړک په ګډون د سلوکيلومترپه اوږدوالي دسړک دجوړلو کار چې غور دهېواد له لويديځ اومرکز سره نښلوي  پيل کړي .  خو بودجه يې د ١٣٩٩ دملي بودجې په سند کې  ځاى کړى شوى نه دى .
ناطفي زياته کړه دغور دغو ځوانانو اوخلکو خبر دارى ورکړى  دى  چې خپل اعتراضيه حرکت ته به تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې دغور ولايت دسړکونو بودجه دملي بودجې په سند کې زيات شي .
يوشمېر دغوځوانانو زياته کړه چې ددولتي ادارودروازې  به خپلو غوښتنو ته تر رسيدو پورې تړلې وساتي .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي   هم وويل چې اعتراض کوونکو ددغه ولايت دمرکزي روغتون له دروازې پرته دټولو دولتي ادارو دروازې د دکارکوونکو پرمخ تړلي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Thursday, 23 January 2020 10:38

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.