25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې دکرونا احتمالي  اخته کسانو ته  درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

په بغلان کې دکرونا احتمالي اخته کسانو ته درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

کابل /دکب ٥مه / باختر دبغلان دعامې روغتيا رياست چارواکي...

 په هرات کې دپوليو واکسين  دکمپاين  ددويمې دورې پيل

په هرات کې دپوليو واکسين دکمپاين ددويمې دورې پيل

کابل /دکب ٥مه / باختر : دماشومانو دفلج ناروغي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسالنګونو لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دليندي ٥مه / باختر :
دسالنګونومسوولان وايي چې  تيلري  واسطې په يوطرفه ډول او نورې واسطې کولاى شي ددغې لارې له دواړو خواو څخه تېر شي .
دسالنګونو دساتنې او څارنې رياست انجنير عبدالظاهر محمدي باختراژانس ته وويل چې په جنوبي سالنک کې نن سهار په پنځو بجو دواورې اورښت ودرېد او په شمالي سالنک کې توپان کم شوى دى  . تيلري واسطې  له شمال څخه جنوب ته او نورې واسطې کولاى شي د دغې لارې دمقرراتو په رعايتولو سره په ژمنيو  تجهيزاتو سمبال کولاى شي دواړه خوا ته  تګ راتګ وکړي .
هغه زياته کړه: که دورځې په اوږدو کې جوي حالت ښه شي  تيلري وساطې ته به له جنوب څخه شمال لوري ته هم دروانيدو اجازه ورکړ شي .
په اوس وخت کې دليدو ساحه دوه کيلومتره ، دتوپان ګړنديتوب په يوه ثانيه کې درې متره ، لنده بل  ٩٨ سلنه ، دهوا سړښت تر صفر لاندې  ١٤ درجې  په واټ کې  کنګل  کابو  ٢٥ کيلومتره ، په شمالي سالنک کې دواورې پريړوالي  ١٣ سانتي متره او په جنوبي سالنګ کې  ١٥ سانتي متره او په راتلونکې  ٢٤ ساعتونوکې  دواورې داورښت اټکل  لس سلنه ده .
ختم_ شکريه –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.