25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې دکرونا احتمالي  اخته کسانو ته  درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

په بغلان کې دکرونا احتمالي اخته کسانو ته درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

کابل /دکب ٥مه / باختر دبغلان دعامې روغتيا رياست چارواکي...

 په هرات کې دپوليو واکسين  دکمپاين  ددويمې دورې پيل

په هرات کې دپوليو واکسين دکمپاين ددويمې دورې پيل

کابل /دکب ٥مه / باختر : دماشومانو دفلج ناروغي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبغلان ديني عالمانو دسولې ملاتړوکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دليندي ٥مه / باختر :
په لسګونو ديني عالمانو پرون په بغلان کې په يوه غونډه کې په هېواد کې دسولې له بهير اودجګړې له پاى ته رسولو  سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دبغلان دحج اواوقافو  رييس نقيب الله  سجادي ددغه ټکى په بيانولو سره باختراژانس ته وويل : دبغلان عالمان له سولې سره دخپل ملاتړ په دوام چې  يو شرعي اوداسلامي ټولنې مهمه اړتيا ده يوځل بيا ددغه ولايت دديني عالمانو په ګډون پراخه غونډه جوړه کړه او دجګړې له ښکيلو لوروپه تېره بيا طالبانو څخه وغوښتل چې دښه نيت په توګه اوربند اوبين الافغاني  خبرې  چې دملي وحدت دحکومت له خوا طرحه شوې ده ، ومني .
سجادي په هېواد کې روانه جګړه غير شرعي وبلله او زياته يې کړه  هره ورځ  په دې جګړه کې زموږ ځوانان شهيدان کېږي، دهېواد بنسټونه ويجاړېږي او زموږ دښمنان ور څخه ګټه اخلي .
حجت الاسلام سيد باقر هاشمي  اودبغلان څو تنو نورو ديني عالمانو دقرانکريم او نبوي سنتونو  له نظره دسولې دښيګڼو  په باب خبرې وکړې .  ختم_  ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.