26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کندز مسوولينو د سولې د ټينګښت لپاره پر بين الافغاني خبرو ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر
د کندز مسوولين وايي چې بين الافغاني خبرې دريښتيني سولې لپاره زمينه برابروي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په هغې غوڼډه کې چې دافغانستان  د سولې او دموکراسۍ لپاره د برابرۍ موسسې د فعاليتونو او کارونو د وړاندې کولو په موخه په کندزکې جوړه شوه؛ برخه والو وويل چې له زياتو کلونو راپدېخوا هېواد د اور په لمبوکې سوځي، په همدې خاطر اوسنيو شرايطو ته په پاملرنې سره هر بادرکه افغان ته لازمه ده چې له موجودو امکاناتو څخه په  استفادې سره د دغه اور د مړ کولو لپاره خپل ايماني او انساني مسووليت ترسره کړي او د خلکو د سولې او آرامۍ لپاره فکر وکړي.
د کندز والي عبدالجبار نعيمي سوله او دموکراسۍ د ټولنې د پرمختيا لپاره ښه بستر وباله او ويې ويل: ترهغه وخته پورې چې طالبان بين الافغاني خبرو ته چمتو نه شي،   لرې به وي چې موږ رښتينۍ سولې ته چې دافغانستان دخلکو په خير وي، ورسېږو.
د کندز والي منفي او ورانکار افکار په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين په وړاندې اصلي خنډ وباله او له ديني عالمانو، رسنيو او ښوونکو څخه يې وغوښتل چې دعامه ذهنونو د روښانولو او خلکو ته د پوهاوي ورکولو په لاره کې خپلې ايماني او انساني مسووليت ترسره کړي او په هېوادکې د جګړې، ظلم او استبداد د پاى ته رسولو لپاره  هلې ځلې وکړي.
ختم- ج - اکرم

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.