26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهارکې له سېلاو ځپلو سره د مرستې بهير دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر
په قندهارکې له سېلاو ځپلو سره د مرستې بهير دوام لري.
سيمه ييز مقامات وايي چې په دې دوره کې د قندهار د سېلاو ځپلو سيمو پر ٤٠٠ کسانو خوراکي توکي او جامې ووېشل شوې.
د دغو کورنيو کورونه او کروندې د قندهار د وروستيو سېلاوونو له امله ويجاړې شوې او اوس په عمومي اماکنو او يا د خپل خپلوانو په کورونوکې شپې سبا کوي.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې په دغه پړاو کې له  ٤٠٠ سېلاو ځپلو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته شوې ده.
دغه مرستې نړيوالو او کورنيو مرستندويو بنسټونو برابرکړې وې.
په قندهارکې د وروستيو سېلاوونو له امله ٢٥ تنه وژل شوي او د خلکو د استوګنې سلګونه کورونه او زرګونه جريبه کروندې ويجاړې شوې.
پاى \ج\ ذ

Last modified on Sunday, 26 January 2020 12:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.