29 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد ولسي  سندر غاړي ميرمفتون ته د استادى لقب ورکړشو

د هېواد ولسي سندر غاړي ميرمفتون ته د استادى لقب ورکړشو

-کابل/دتلي ٨مه /باختر: له هېواد څخه بهر هنرمندانو د افغانستان ولسي...

 د فراه  د استيناف محکمې نوې رييس په کار پيل وکړ

د فراه د استيناف محکمې نوې رييس په کار پيل وکړ

کابل/دتلي ٨مه /باختر: د فراه والي تاج محمد جاهد د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې نوعيت معلوم نه دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
لومړني رپوتونه ددې څرګندوي دي چې يوه مسافروړونکي  الوتکه نن دغزني په ده يک ولسوالۍ کې  راغورځېدلې ده
دکورنيو چارو وزارت وياند وايي چې دغه الوتکه  داريانا په هوايي شرکت پورې اړه لري  چې دغزني په ده يک  ولسوالۍ  کې راغورځېدلې ده
دکورنيوچارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې دغه الوتکه له کابل څخه قندهار ته روانه وه چې  نن له غرمې وروسته په يوه بجه اوديرشو دقيقو دغزني په ده يک ولسوالۍ کې راغورځېدلې ده
دغزني دولايتي شورا غړي خالق داد اکبري وايي چې الوتکه په هغې ساحه کې راغورځېدلې ده چې دمخالفو وسله والو ډلو  ترواکمني لاندې ده
هغه وويل چې په دې پېښه کې يوشمېرسپرلي   شهيدانې شوې اولومړني رپوټونه ښيي چې يوشمېر نور هم په دې پېښه کې ټپيان شوي دي .
دهغه دڅرګندونوله مخې، الوتکه دبيړنۍ ناستې په وخت  کې راغورځېدلې ده اوښايي چې يوشمېر کسان له دغې پېښې څخه ژوندي پاتې شوي وي
اکبري دغوڅ ملاتړ له ځواکونو څخه دمرستې غوښتنه کړې ده چې دقربانيانو دمړو او ټپيانو په لېږدونه  کې همکاري وکړي
  خو داريانا دهوايي شرکت  دبازار موندنې مسوول ضيا اريا باختراژانس ته وويل چې دوى نن دوه الوتنې لرلې چې په عادي ستونزې سره ترسره شوي دي او هغه الوتکه چې راغورځېدلې ده په اريانا شرکت پورې اړه نه لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 04:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.