25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
  دپايتخت اوسيدونکي په کابل ښار کې دبريښنا دپرچاويو  له دوام څخه سرټکوي او دبريښنا شرکت په دې برخه کې  دبې پروايي او ناغيړۍ تور لګوي .
دکابل ښار اوسيدونکي  او په يوه وزارت کې مامور محمد رفيع په دې اړوند وويل دژمي په فصل کې زموږ ستونزې بيخې زياتې شوي دي په ژمي کې هيڅکله  کابل دغه  شان بې بريښنانه و خواوس موږ بې بريښنا يو په ساعتونو ساعتونو بريښنا نه وي له يوې خوا ژمى دى او له بلې خوا دادارې کارونه  په خپل وخت نه اجرا کېږي  چې دندې ته  نه ورتګ او په خپل وخت دکار نه اجرا کول  په خپله اداري  فساد دى .
دپايتخت بل اوسيدونکي ادريس خان وويل زه په اوس وخت کې نه شم کولاى په خپل موبايل کې  خبرې وکړم اولږ ترلږه خپل موبايل نه شم چارچ کولاى   دشپې ناوخته بريښنا راځي  اوسهار دلمانځه له اداکولو څخه مخکې بريښنا خپله کمپله ټولوي آن دبريښنا شرکت  له جدول سره سم دبريښنا پرچاوي نه شي تنظيمولى ، څه بايد وکړو .؟
هغه زياته کړه څرنګه چې دژمي په فصل کې  سهار تورتم دى لږ ترلږه بايد  تر هغه وخته پورې چې  کارکوونکي دندې ته ځي بريښنا وي  چې نشته .
دبريښنا شرکت رييس امان الله غالب وايي چې دپرچايو  جدول وروستى شوى دى اوتر چارشنبې  پورې  هېوادوالو ته وړاندې کېږي.
غالب  وويل سږ کال  دژمي په فصل کې  زموږ بريښنا دګاونډي  هېواد ازبکستان له لوري کمه شوې ده چې له دې لارې موږ دهېواد شمال اوکابل ته بريښنا ورکوله .
هغه زياته کړه چې دبريښنا شرکت دشپې له خوا اتيا ميګاواټه بريښنا روښانوي البته دماښام له پنځوبجو څخه تر شپږو بجو پورې   چې ټولې فابريکې پرچاوېږي او دغه راز وايي چې دژمي په فصل کې   دبريښنا انرژى له لګښتي وسايلو څخه ګټه  اخستنه  دبريښنا داضافه بارکېدو او دپرچاوى دزياتيدو سبب شوې ده .
هغه زياته کړه  که چيرې زموږ  هېوادوال دخپلو کورونو دتودولو لپاره له بريښنا څخه ګټه وانه خلي  دابه په حقيقت کې دبريښنا په سپما کې دهغوى همکاري وي . .   هغه  زياته کړه  په ټوله کې  کابل  ٧٠٠ميګاواټه بريښنا ته  اړتيا لري چې اوس موږ  ٤٥٠ميګاواټه  بريښنا لرو .
ختم- عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 04:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.