26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سیمه کې د تاوتریخوالي او افراط پالنې پرخلاف مبارزه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د سلواغې ۸ مه / باختر
په پېښورکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیولو خبر نه یوازې په سیمه کې، بلکې په ټوله نړۍ کې خورا سخت غبرګونونه راوپارول. د افغانستان ګڼو مطرحو شخصیتونو د منظور نیول وغندل او د هغه د ډېر ژر خوشي کېدو غوښتنه یې وکړه. د بخښنې نړیوال سازمان هم د هغه نیول غندلي دي.
دلته د یو شخص د نیولو او خوشي کولو موضوع مطرح نه ده، بلکې اصلي موضوع دا ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاچاخان د عدم تشدد لاره غوره کړې ده، د سوله ییزې مبارزې شعار یې هسک کړی دی، د ملیونونو انسانانو د بشري حقونو د اعادې بیرغ یې پورته کړی دی او هغه هم په داسې شرایطو کې چې تاوتریخوالي، تشدد، بنسټ پالنې او افراط پالنې په ټوله سیمه کې ژورې رېښې غځولې دي. په دغه راز حالت کې باید د هر سوله ییز نوښت او اقدام ملاتړ او هرکلی وشي. په دې برخه کې د سیمې هېوادونو حکومتونه ستر مسوولیت لري.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د تاوتریخوالي او افراط پر خلاف مبارزه کې د سیمې د  حکومتونو مسوولیت ته کتنه کړې ده او لیکي:
د تاریخ په یو ځانګړي پړاو کې د ګنو سیمه ییزو او نړیوالو فکتورونو تر فشار او اغېز لاندې بنسټ پالنې، افراط پالنې، تشدد او تاوتریخوالي په سیمه کې ریښې وغځولې، سیمې خپل انډول او اعتدال له لاسه ورکړ.
په پیل کې ځینو داسې فکر کاوه چې یوازې افغانستان به له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او دوی به ورته د خیر پر غونډۍ ناست وي او له هغه ځایه به د دغه تاریخي هېواد ړنګېدل ننداره کوي، خو وروسته پېښو څرګنده کړه چې بنسټ پالنه، افراط پالنه او تاوتریخوالی یوازې افغانستان ته نه، بلکې دوی ته هم ستر ګواښ دی، ټولې سیمې ته ستر ګواښ دی، د سیمې د هېوادونو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته ستر ګواښ دی. له بده مرغه اوس هم ځیني کړۍ شته چې له بنسټ پالنې او تاوتریخوالي د کرغېړنو ستراتېژیکو موخو د تر لاسه کولو لپاره د یوې وسیلې کار اخلي. خو دا د سیمې د ټولو مسوولو حکومتونو دنده او ملکفیت دی چې د بنسټ پالنې پرخلاف مبارزه وکړي او له نورو سره په ګډه د دغو کرغېړنو پدیدو له شره د سیمې په خلاصون کې ونډه واخلي.
د تاوتریخوالي او بنسټ پالنې پر خلاف مبارزه باید د مسوولو حکومتونو په ځانګړو عملي اقداماتو کې راغبرګه شي. یو له دغه راز اقداماتو په سیمه کې د سوله ییزو او متمدنو غورځنګونو ملاتړ دی. هغه حکومتونه، چې ځانونه مسوول او د نړیوالې ټولنې غړي ګڼي او دعوه کوي چې نړیوالو قوانینو، اصولو او نورومونو ته ژمن دي، باید د هر سوله ییز حرکت ننګه او ملاتړ وکړي، خلکو ته دا فرصت برابر کړي چې د خپلو روا بشري حقونو لپاره مبارزه وکړي، خپل غږ پورته کړي او خپلې غوښتنې وړاندې کړي. حکومتونه باید دغه راز سوله ییز حرکتونه خپله یوه لاسته راوړنه وګڼي، پرې وویاړي، نه دا چې هغه وځپي، بندیزونه پرې ولګوي، مشران یې تنګ او بندیان کړي او د سوله ییزو غونډو مخه یې ونیسي.
که څوک د سوله ییزو حرکتونو پر خلاف دغه راز اقدامات ترسره کوي، مانا یې دا ده چې پر سوله ییزې مبارزې باور نه لري، بشري حقونه نه مني، د خلکو د ارادې درناوی نه کوي. پر دې سربېره، د سوله ییزو حرکتونو ځپل په حقیقت کې د بنسټ پالنې، افراط پالنې، تشدد او تاوتریخوالي د ملاتړمانا لري او دا کټ مټ هغه څه دي چې د سیمې د ټولو ولسونو او حکومتونو له ګټو سره اړخ نه لګوي.
حکومتونو ته په کار ده چې د سوله ییزو حرکتونو د ځپلو، تنګولو او کمزوري کولو پر ځای خپل اصلي پام د ترهګرۍ، بنسټ پالنې او افراط پالنې ځپلو او د تشدد او تاوتریخوالي له منځه وړولو ته واړوي.
پاى/ن.ش

 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 12:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.