06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلخ کې لس شنې خونې جوړې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې٢٩مه/ باختر
په بلخ کې کورنيو بې ځايه شويو ته لس کوچنۍ شنې خونې جوړې شوې.
دغه شنې خونې د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رياست، د چراغ پروژې او د پاملرنې بنسټ په همکارۍ په دهدادي ولسوالۍ کې جوړې کړې دي.
هره شنه خونه چې ٣٠٤ مربع متره مساحت لري؛ له بې ځايه شويوکورنيو سره د مرستې په خاطر جوړه شوې ده.
دغه کورنۍ کولاى شي په درېيو فصلونو کې له دغو شنو خونو څخه حاصلات ترلاسه کړي.
د بلخ د کرنې او اوبو لګولو رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې تراوسه د کرنې وزارت د يوشمېر موسسو په همکارۍ څه دپاسه زر شنې خونې په بلخ کې  جوړې کړې دي.
په بلخ کې د شنو خونو د جوړولو بهير دوام لري.
ختم-ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.