07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جام څلى د سېلاوونو له احتمالي زيانونو څخه خوندي کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې٢٩مه/ باختر
يو پلاوى د جام څلي د شاوخوا د پاکولو د څېړنې په موخه غور ته سفر کوي.
دغه تصميم په هغې غونډه کې ونيول شو چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
د هريرود سيند د غاړو د پاکولو کار چې د جام څلي ته څېرمه موقعيت لري؛ له دوو ورځو راپدېخوا پيل شوى دى، ترڅو د اوبو د څپانده کېدو په موسم کې دغه تاريخي څلى له احتمالي زيانونو څخه خوندي شي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د اړوندو ادارو استازو په دې اړوند خپلې نظريې وړاندې کړې او پرېکړه وشوه چې پلاوى په دوو ډلو کې اړوندې چارې وڅېړي.
دغه راز په غونډه کې ټينګار وشو چې تخنيکي پلاوى دې د پروژې د اساسي کار د پيل په اړه خپل رپوټ وړاندې کړي چې له مخې يې اجراات وشي.
په پلاوي کې د انرژۍ او اوبو، د کليو د بيارغاونې او پرمختيا، د اطلاعاتو او فرهنګ او د ښار او ځمکه والۍ د وزارتونو، د جمهوري رياست د چارو د ادارې، د سيمه ييزو ارګانونو او د ملي امنيت شورا استازي شامل دي چې غور ته د هغوى د سفر زمينه د ملي دفاع  او د کورنيو چارو وزارتونو په همکارۍ او تفاهم برابرېږي.
ختم- ج - اکرم

 

Last modified on Tuesday, 18 February 2020 11:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.