03 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کندز عالمانو، مشرانو او مخورو د تاوتريخوالي د کمښت د اوونۍ هرکلى وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
کندز نن په آرامۍ کې دى او ټول خلک خوښ بريښي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د کندز د ارشاد، جج او اوقافو رييس مولوي عبدالرشاد رشاد د تاوتريخوالي په کمښت کې د دولت او طالبانو له اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: دا يو نېک اقدام دى او لوى خداى (ج) په قرآن عظيم الشان کې فرمايي: ( والصلح خير) ژباړه: په سوله کې خير دى. د افغانستان خلکو په تېرو ٤٠ کلونوکې د جګړې له پلوه زياتې ستونزې ګاللې دي؛ هيله لرو چې په اصطلاح د تاوتريخوالي دغه کمښت په يوه ملي او پراخ اوربند بدل شي او د بين الافغاني خبرو لپاره زمينه مساعده شي.
له بلې خوا هم په کندزکې يو بل ديني عالم مولوي محمد عاقل سيرت وويل: اوربند او يا په اصطلاح د تاوتريخوالي کمښت يو مثبت عمل دى او له دې کار څخه به ان شاالله لوى خداى (ج) خوښ شي، خو بايد دا لنډمهال نه وي؛ بلکې دوام پيدا کړي او په پاى کې سوله رامنځته شي.
هغه وويل: لوري دې په خپلوکې کښينې او د يوې دايمي سولې په اړه چې د دواړو لورو غوښتنې پکې طرحه شي؛ خبرې وکړې.
په همدې حال کې دوو تنو کندزيانو احمد جاوېد او ننګيالي د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ نيک فال نيسي اوهيله لري چې د تاوتريخوالي کمښت په هېواد کې د دايمي سولې سبب شي.
د يو بل خبر له مخې:
د "ضمير مادر کندز ښوونځي" د وړکتون لسګونو ماشومانو د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ په مناسبت د دغه مرکز په انګړکې په راټولېدو سره، په هېواد کې د سولې د ټيکښت غوښتنه وکړه.
دغو ماشومانو وويل چې له دې زيات بايد جګړه دوام ونه کړي او دوى قرباني نه شي.
دوى د افغانستان بيرغونه لېږدول او دغه شعارونه يې ورکول:
" د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ ملاتړ کوو" ، " موږ يتيم ماشومان افغانستان آبادوو" او "وژنه بس ده."
ختم- ف - اکرم

 

Last modified on Saturday, 22 February 2020 12:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.