06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيا رغاونې د کار پيل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيارغاونې کار نن پيل شو.
دغه پلونه په ښکاره د سېلاوونو د راوتلو په پايله کې ويجاړ شوي دي.
د دغو دوو پلونو په نړېدو سره د زرګونو کليوالي اوسېدونکي په تګ راتګ او بازارونو ته د بزګرۍ محصولاتو په لېږدونه کې ستونزې پيدا کړې دي.
د ٢٠٠ مترو په اوږدوالي او د ٤ مترو په سور د پشد دويم پل، د نرنګ او سرکاڼو ولسوالۍ له يوې بلې او هم د کونړ له عمومي واټ سره نښلوي.
دغه راز د ٣٠٠ مترو په اوږدوالي او د ١٢ مترو په سور د حکيم آباد پل د کونړ زياتې برخې له اسعد آباد ښار سره نښلوي.
د ترانسپورتوزرات سرپرست محمد يما شمس کونړ ته په خپل سفر کې وويل چې د دغو دوو پلونو د بيا رغاونې کار نن پيل شو.
سيمه ييز مسوولين وايي چې دغه دوه ستر پلونه د سېلاوونو د راوتلو په پايله کې نړېدلي دي، خو د کونړ يوشمېر اوسېدونکي ادعا لري چې دغه دوه پلونه د معمارۍ د ټيټ کيفيت په دليل د اورښتونو په وړاندې مقاومت ونه کړ او ونړېدل.
د پشد دويم پل او د حکيم آباد پل په وروستيو کلونو کې جوړ شوي وو.
ختم/ شکريه


 

Last modified on Saturday, 22 February 2020 12:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.