06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بغلان خلکو د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ د پيل د اعلام هرکلۍ وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د بغلان خلکو په هېوادکې د يو اوونيز تاوتريخوالي د کمښت پروګرام د اعلام هرکلى  وکړ .
دغو هېوادوالو له جګړې او نا امنۍ څخه کرکه او بې زاري څرګنده کړه او دغه پديدې يې د بې وزلۍ، وزګارتيا او نشه يي توکو ته د ځوانانو د مخې کولو په ګډون د ټولو ستونزو د اساسي عامل په توګه وبللې او دايمي اوربند او د پايدونکې سولې ټينګښت يې د خلکو ستره اړتيا وبلله.
په بغلان کې د اتحاد جريدې مسوول مدير سېد عبدالله سادات، دايمي اوربند يوه ستره اړتيا وبلله او هيله څرګنده کړه چې د تاوتريخوالي دغه کمښت په هېواد کې د دايمي اوربند او سولې د ټينګښت سبب شي.
د بغلان د دوشي ولسوالۍ د چهل غوري کلي اوسېدونکي صوفي محمد اعظم د يو اوونيز تاوتريخوالي د کمښت له اعلام څخه د خوښى په څرګندولو سره وويل: نن سهار چې له دوشي څخه پلخمري ته راغلو او د لارې په اوږدو کې طالبانو شتون نه درلود؛ ډېر خوښ شوو.
هغه وويل: که چپرې د تاوتريخوالي دغه کمښت په دايمي اوربند او سولې بدل شي؛ افغانستان ګل او ګلزار کېږي او ټول خلک له خپلو کورنيو سره هر ځاى ته چې  وغواړي؛ په آزادانه ډول تګ راتګ کولاى شي.
رقيې محمدي چې ځان د پلخمري ښار د خراسانو کارتې د ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې بولي؛ د تاوتريخوالي کمښت د دايمي اوربند په لور د دريڅې په توګه وباله  او له ښکيلو لورو څخه يې وغوښتل چې پر موافقه ليک ژمن پاتې شي.
همدارنګه د دوشي ولسوالۍ د کيله ګي د قره ډکه کلي اوسېدونکي احمديار صافي د يو اوونيز تاوتريخوالي د کمښت د اعلام هرکلى وکړ او ويې ويل: زموږ کور د طالبانو ترمنځ دى؛ په لوى خداى (ج) سوګند چې له جګړې او نا امنۍ څخه ستړي شوي يوو او له ښکيلو لورو څخه غواړو چې دايمي اوربند اعلام کړي.
خو د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر همايون رستمي وايي چې د تاوتريخوالي کمښت يوه بې مفهومه موضوع ده؛ بايد په هېواد کې دايمي اوربند اعلام شي.
په همدې حال کې د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د تاوتريخوالي د کمښت د اعلام هرکلى وکړ او څرګنده يې کړه چې د پوليسو قطعاتو او جزوتامونو ته لارښوونه شوې ده: په هغه صورت کې چې پر دوى بريد ونه شي؛ کومه ډزه ونه کړي.
ختم- عطاالله- اکرم

 

Last modified on Sunday, 23 February 2020 04:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.