02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د "جوانان آينده نګر بنسټ" د ځوانانو چارو معين وستايه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د " جوانان آينده نګر بنسټ" مشرتابه پلاوي نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو د معين محمد اجمل شاهپور کړنې، هغه ته د ستاينې لوحې په ورکولو سره وستايلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په غونډه کې لومړى د "جوانان آينده نګر بنسټ" رييس او مشرتابه پلاوي د دغه بنسټ د فعاليت د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه سازمان اساسي موخه د ځوانانو د پوهې کچې لوړول دي.
هغوى د ځوانانو چارو له معين څخه په تحصيلي برخه کې، له ځوانانو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز په غونډه کې د ځوانانو چارو معين وويل چې د ځوانانو لپاره کار د ټولو دنده ده، خو ځوانان بايد په لوړې او مثبتې روحيې سره ټولنې ته وړاندې شي؛ چې هېواد ځلانده راتلونکى ولري.
د ځوانانو چارو معين د "جوانان آينده نګر بنسټ" د کار او فعاليت قدرداني وکړه او له هغوى سره يې د ځوانانو چارو د معينيت ژمنه څرګنده کړه.
د غوڼدې په پاى کې د دغه بنسټ رييس او مشرتابه پلاوي د فرهنګي ارزښتونو د پياوړتيا او د "همسو بنسټ" د څلورم جشن په جوړولوکې د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي، د ستاينې لوحې په ورکولو سره د ځوانانو چارو له معين محمد اجمل شاهپور څخه قدرداني وکړه.
ختم- ف -اکرم

Last modified on Sunday, 23 February 2020 04:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.