07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز د...

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو په...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پروان سيمه ييزې ادارې په هېوادکې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ د پيل هرکلى وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
په هېواد کې د تاوتريخوالي د کمښت اوونۍ نن په پروان کې د قرآن عظيم الشان د ختم په کولو سره هرکلى وشو.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هېواد کې  دتاوتريخوالي د کمښت پروګرام  د ټينګښت په پيل سره، د پروان سيمه ييزې ادارې د دغه ولايت په مرکزکې د والي، د عالمانو شورا د رييس او د يوشمېر عالمانو او د قرآن عظيم الشان د حافظانو په ګډون  د کلام الله مجيد ختم وکړ.
د قرآن عظيم الشان د ختم له مراسمو وروسته د پروان والي فضل الدين عيار خبرې وکړې او د تاوتريخوالي د کمښت اوونى پيل يې د سولې بهير ته د لارې موندلو او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره يوه سريزه وبلله او ويې ويل: د افغانستان خلک تل په هېواد کې د دايمي سولې او آرامۍ غوښتونکي دي او موږ د دغه اقدام هرکلى کوو او نېک فال يې نيسو.
هغه دغه راز له عالمانو څخه وغوښتل چې خلکو ته د اسلام مبين دين د حکمونو په رڼا کې معلومات ورکړي او په ټولنه کې د امنيت او سولې د ټينګښت لپاره هڅه او هاند وکړي.
په غونډه کې درنوعالمانو هم د دغه اقدام هرکلى وکړ او په هېواد کې يې د دايمي سولې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په دې لاره کې به له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.
ختم- ف- اکرم

Last modified on Sunday, 23 February 2020 04:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.