07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

 په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د لغمان خلکو د تاوتریخوالي کمښت د غځولو غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٦مه/ باختر
د لغمان لسګونو دیني عالمانو د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ د غځولو او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د لغمان د حج اوقافو رییس سېد نجیب الله هاشمي د تاوتریخوالي د کمښت پر اوونۍ خوښي ښايي او دا چاره د یوه تلپاتې اوربند لپاره خورا مهمه ګڼي.
هغه زیاتوي چې د لغمان ټول ولسونه او دیني عالمان د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ ملاتړ او ژر د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کوي.
هاشمي د مرکز او ولسوالیو پر ټولو دیني عالمانو غږ وکړ چې په هر ځای او هره سیمه کې د سولې غږ پورته کول جاري وساتي.

په ورته وخت، د لغمان والي محمد آصف ننګ د دیني عالمانو پر دغه اقدام خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې له ټولو هغو چارو ملاتړ کوي چې د دایمي اوربند او تلپاتې سولې لپاره لار اواره وي.
ننګ وایي: افغان ځواکونه په خورا ښه ډول د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ اړوند له مرکزه د راغلي رهنمود پیروي کوي او بریالي دي.
ننګ د افغان ځواکونو د ستاینې سربېره دوی، د ملي نوامیسو او د خاورې د دفاع اتلان یاد کړل او د دوی جګړه یې د وطن د ساتنې لپاره برحقه وګڼله.
هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په نیک پال ونیولې او له دیني عالمانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د تلپاتې اوربند او سولې لپاره دې وسله والو طالبان هم له جګړې او ورور وژنې د لاس اخیستنې لپاره چمتو کړي.
دیني عالمانو د غونډې په پای کې پنځه ماده يیز پرېکړه لیک هم صادر کړ چې پکې له ښکیلو غاړو څخه د جګړې د بندیدو غوښتنه، د تاوتریخوالي د کمښت د وخت د غځولو او د دایمي اوربند غوښتنه، د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل، له نړیوالې ټولنې څخه افغان حکومت سره د دوامداره مرستو او له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلام شوی و.
پای/وصال
 

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 12:32

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.