07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کليوالي لارو د جوړولو پروکرام او پايلې يې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٦مه/ باختر
د کليوالي لارو د جوړولو پروګرام چې د بغلان د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست له پروګرامونو څخه دى؛ کليوالي خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره ځانګړى ارزښت لري. دغه پروګرام د لارو، سړکونو، پلونو او پلګيو د جوړولو او د کليوالي سيمو د پراختيا او خلکو ته د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې اغېزمن دى.
په بغلان کې د کليوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام مسوول انجنير محمد رحيم صالح زي باختر آژانس ته وويل چې په روان کال کې ١٠ پروژې چې پنځه يې د ساتنې او څارنې او پنځه نورې د لارو او پلونو د جوړولو په برخه کې دي؛ په شپږو ولسواليوکې عملي شوې دي.
صالح زي د پروژو په تطبيق کې د ديني عالمانو او د پرمختيايي شوراګانو د رييسانو رول چې کليوالي خلکو ته د کاري زمينو په برابرولو کې هم ځانګړى ارزښت لري؛ مهم وباله.
د يادونې وړ ده چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې د کليو خلک په داسې حال کې د موټر د راتګ سړکونه او پلونه له لرلو څخه برخمن کېږي چې له زياتو کلونو را په دې خوا له دغو ستونزو سره مخ دي.
پاى \ج\ ذ

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 12:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.