31 March 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کونړ خلک: دايمې سوله غواړو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د کب ۶ مه/ باختر
د کونړ خلک په يوه غونډه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د دايمي سولې د موافقه ليک  د احتمالي لاسليک کولو هرکلى وکړ او ويې ويل چې په خپل هېواد کې دايمې سوله غواړي.
دوى په هېواد کې دايمې سولي ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د افغانستان حکومت  د مخامخ خبرو اترو د پيل غوښتنه وکړه.
دغه غونډه نن د سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، محصلانو او زده کوونکو په ګډون په اسعدآباد ښارکې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په غونډه کې يوشمېر عالمانو او قومي مشرانو له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې دايمې سولې ته د رسېدو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي.
دوى د تاوتريخوالي د کمښت پيل په افغانستان کې د څو ليسزو جګړو د پاى ته رسېدو او سولې ته د رسيدو لپاره د ښه نيت نښه نښانه بولي.
پاى \ ج\ ذ

 

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 12:28

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.