07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو په...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دايکنډي اوسېدونکو د تاوتريخوالي دکمښت پروګرام هرکلى وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر :
د دايکنډي  د مرکز نيلي ښار اوسېدونکو په هېواد کې دتاوتريخوالي دکمښت پروګرام هرکلى وکړ
د دايکنډي  دعالمانو شورا رييس استاد احمدي د باختراژانس له خبريال محمد قاسم  سره په مرکه  کې وويل چې د افغانستان خلکو  کلونه کلونه  دجګړې تريخ خوندڅکلى  چې  له امله يې په هېواد کې  د سولې او ټيکاو له نعمت  څخه بې برخې  دي، خو د تاوتريخوالي د کمښت له فرصت څخه دې په هېواد کې دسراسري سولې  او اوربند دتحقق په لاره کې  يو ارزښتناک اوګټور ګام واخستل شي .
احمدي وويل:  موږ بايد له برابر شوي فرصت څخه ګټه  واخلو او د دې زمينه برابره کړو چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلو او دسولې په لور پرمخ لاړ شو چې له جګړې  څخه يو خلاص  افغانستان ولرو .
د دايکنډي  يوه فرهنګي يحيى عرفان د تاوتريخوالي د کمښت پروګرام په اړوند وويل: هرهغه طرحه چې دعمومي ارامۍ او امنيت دټينګښت سبب شي، په هېواد کې  ديوه سوله ييز  راتلونکي پر لور کار دى.
هغه له دولت او طالبانو څخه غواړي چې په يوه دايمي اوربند چې هماغه دافغانستان دټولو خلکو غوښتنه ده موافقه وکړي چې په هېواد کې سراسري  سوله تامين شي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Thursday, 27 February 2020 05:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.