07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

 په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې دپنځه ګونو ماشومانو زيږون

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دکب٧مه / باختر
په ننګرهار کې  يوې ميرمنې  پنځه ګوني ماشومان وزيږيول.
  په نويو زيږيدلو  ماشومانو کې دوې نجونې او درې هلکان شامل دي .
دننګرهار په مرکز  جلال اباد ښار کې دبې بي فاطمة  الزهرا روغتون  دنسايي او ولادي څانګې مسووله ډاکتره  ملالۍ ستانکزۍ  وايي چې له دغو ماشومانو څخه يو هلک دزيږون په وخت کې مړ شو، خو د نورو ماشومانو روغتيايي  حالت ښه دى.
د دغوماشومانو پلار محمد عمر ځاځى  وايي چې خپل ماشومان دسولې لپاره ډالۍ کوي.
هغه  وايي پر خپلو نويو زيږيدلو ماشومانو به داسې نومونه کېږدي چې د سولې، ګډ ژوندانه او نيکمرغۍ  مانا ورکړي .
محمد عمر داکار په هېواد کې دسولې د رارسېدو د خبرونوپه هرکلي ترسره کوي.
هغه باختراژانس ته وويل: هيله لري چې د طالبانو له ډلې  سره د امريکا موافقه دبين الافغاني  خبرو او په پاى کې په افغانستان کې ددايمي  سولې سبب شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Thursday, 27 February 2020 05:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.