06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمندکې دبې وزلو ښځو دبوختيا لپاره هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دکب ٩مه / باختر :
په هلمند کې دبې وزلو ښځو  دبوختيا لپاره  پروګرام  پيل شوى دى .
په دې پروګرام کې  لسګونو بې وزلو ښځو د مربا ، آچار ، چکني اوسرکې دتوليد  او د مېوو او سبو د وچولو او د هغو دانډي کولو په برخه کې زده کړې وکړې .
دهلمند دکرنې اوبو لګولو اومالدارۍ رياست  يوه مسوول  باختراژانس ته وويل  چې د دغه  ورکشاپ په پاى کې  هرې برخه والې  ښځې ته دکار وسايل  ورکړ شول دغه ښځې  له دې وروسته  له خپلې حرفې څخه  په ګتې اخستنې سره کولاى شي  دمربا ،  آچار ، چکني ، او سرکې  په توليد  لاس پورې کړي  او له دې لارې  دځان او دخپلې کورنۍ د ژوندانه  لارې چارې سمې کړي.
په دې ورکشاپ کې يوې برخه والې ښځې چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي  وايي: خوشحاله ده  چې له دې وروسته کولاى شي  کار وکړي  او دخپلې  کونډې ناوې او يتيمو لمسيانو ته  يوه مړى ډوډۍ برابره کړي .
د دغې ښځې يواځنى زوى  پوځي و چې تېرکال يې په هلمند کې له ډار اچوونکو سره په جګړه کې خپل ژوند له  لاسه ورکړ.
ختم _ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.