14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان دولت د طالبانو۸۰ بنديان آزاد کړل

د افغانستان دولت د طالبانو۸۰ بنديان آزاد کړل

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر د افغانستان اسلامي...

اته یرغلګر په زابل کې ووژل شول

اته یرغلګر په زابل کې ووژل شول

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر په زابل کې...

په روزګان کې د طالبانو طرحه ناکامه شوه

په روزګان کې د طالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر په روزګان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د رحماني خيريه بنسټ په هرات کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په خاطر مرسته وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر
د رحماني خيريه بنسټ له کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه دوه ميليونه افغانۍ د هرات د عامې روغتيا رياست په واک کې ورکړې.
دغه پيسې د هرات د والي عبدالقيوم رحيمي په وړاندې د اړوندو مسوولينو په واک کې ورکړ شوې چې له کرونا سره د مبارزې د ولايتي کمېټې او د عامې روغتيا رياست په همغږۍ د اړتياوو د برابرولو په برخه کې ولګول شي.
د هرات والي د رحماني خيريه بنسټ د فعالې ونډې اخيستنې په خاطر قدرداني وکړه  او له کرونا ويروس سره مبارزه يې د خلکو له همکارۍ پرته ناشونې وبلله.
دغه راز په ولسي جرګه او په ولايتي شورا کې د هرات خلکو استازو هم د رحماني د خيريه بنسټ د دغه اقدام هرکلى وکړ.
په هرات کې په امنيتي ځواکونو کې د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د روغتيايي توکو وېشل پيل شول.
د هرات د پوليسو د ٢٠ بستريز روغتون مدير ډاکټر مجيب الرحمن رحماني وايي چې په دغو توکو کې ماسکونه، عفوني ضد توکي، صابون، ديتول، روغتيايي بستې، پلاستيکي عينکې، دستکشې او د کلور پودر شته چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د هرات پوليسو په ټولو  قطعاتو کې پر امنيتي منسوبينو ووېشل شول.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د هرات امنيې قوماندانۍ په هرات کې د پوليسو ځواکونو ترمنځ د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه هر اړخيز اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي.
ختم- ج - اکرم


 

Last modified on Thursday, 02 April 2020 11:21

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.