30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د کابل د امنيې...

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د سمنګانو په مرکز...

په غور کې يو تن د ماين په چاودنه کې ووژل شو

په غور کې يو تن د ماين په چاودنه کې ووژل شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د غور د مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پلخمري ښار قرنطین شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د بغلان مرکز پلخمري ښار نن قرنطین شو.
د بغلان ولایت سرپرست عبدالقدیم نیازي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د کرونا ویروس د یوې مثبتې پېښې په ثبت سره، له کرونا ویروس سره د مبارزې ولایتي کمېټې په دغه ولایت کې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په دغه ښار کې د درېیو اوونیو لپاره ګرځبنديز لګولى دى.
هغه زیاته کړه چې په قرنطین کې روغتیايي څانګې او د خوراکي او تعمیراتي توکو دُکانونه شامل نه دي او د ښار په هر ګوټ کې د خوراکي توکو دُکانونه د خلکو پر مخ پرانيستي دي.
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې له ضروري کارونو پرته دې له خپلو کورونو څخه و نه وځي او وویل چې د اړو کورنیو د پېژندنې لپاره یوه موظفه کمېټه جوړه شوه چې له پېژندنې وروسته به له دوی سره ضروري او انساني مرسته وشي.
ختم/ع

 

Last modified on Friday, 03 April 2020 11:44

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.