31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قرنطین حالت او د برېښنا ستونزه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل / د وري ۱۷ مه / باختر اوس په ټوله نړۍ کې خلک دې پایلې ته رسېدلي دي چې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه او ښه لاره په کورونو کې پاتې کېدل دي. که ډېره بېړنۍ اړتیا نه وي، خلک باید له خپلو کورونو و نه وځي. پر بلې وینا خلک باید د قرنطین ټول شرایط رعایت کړي، یانې په کورونو کې پاتي شي. د قرنطین په شرایطو کې د خلکو لپاره د سالمې تفریح او بوختیا اسانتیاوې باید برابرې شي. تجربو ښودلې چې په دغه راز حالاتو کې تر ټولو ډېر خلک ټلویزیون ګوري، کتاب مطالعه کوي، کتاب لیکي او د کور په ورځنیو کارونو کې ونډه اخلي. د دغو ټولو لپاره برېښنا ته اړتیا ده. د باختر آژانس مفسر د قرنطین په حالت کې د برېښنا اړتیا او په دې برخه ستونزو ته کتنه کړې ده او لیکي: نن برېښنا د انسان د ژوندانه نه بېلېدونکې برخه ده. که ښه پام وکړو، هر څه مو له برېښنا سره تړلي دي. په ځانګړي ډول د قرنطین په شرایطوکې چې خلک باید له خپلو کورونو ونه وځي، برېښنا ته سخته اړتیا ده. له بده مرغه موږ په دې برخه کې ګڼې ستونزې لرو. حکومت و نه شوای کولای په تېرو نولسو کلونو کې د برېښنا انرژۍ د پراختیا لپاره لکه څنګه چې لازمه ده، کار وکړي. زموږ ډېره اتکا پر وارداتي برېښنا ده. په داسې حال کې چې افغانستان هم د برېښنا بندونو د جوړولو، هم د لمریزې او بادي برېښنا د تولید لپاره ښه امکانات لري. پر دغو امکاناتو که پانګونه وشي، نو افغانستان نه یوازې د برېښنا له پلوه خپلې اړتیاوې پوره کولای شي، بلکې برېښنا نورو هېوادونو ته هم صادرولی شي. په تېرو کلونوکې یوازې سلما بند د هند په مرسته جوړ شو. که دغه راز بندونه د هېواد په نورو سیموکې جوړ شوي وای، نن به موږ د برېښنا د کمښت او یا هم نشت له ستونزې سره مخ نه وای. په هر حال د افغانانو هیله دا ده چې حکومت دننه په کور د برېښنا د تولید لپاره کار وکړي او په دې برخه کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي. اوس، یانې د قرنطین په حالت کې باید د برېښنا ستونزې د حل لپاره څه وشي؟ تر هرڅه وړاندې باید د برېښنا مزیو او ستنو امنیت وساتل شي. که اضافي امنیتي پوستو ته اړتیا وي، باید جوړې شي اواضافي پرسونل په کې توظیف شي. ښایي په ځینو سیمو کې د امنیتي پوستو جوړول ګران وي، هلته باید له ولسي خلکو په تېره بیا قومي مخورو، سپین ږیریو او عالمانو مرسته وغوښتل شي. همدارنګه په خطرناکو سیمو کې باید د مخالفانو له ځایي مسوولینو سره خبرې وشي او هغوی ته وویل شي چې برېښنا د رڼا یوه وسیله ده او باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي. همدارنګه برېښنا شرکت باید د حرارتي برېښنا د تولید ظرفیت د چاپېریال ساتنې د معیارونو په پام کې نیولو سره، لوړ کړي. موږ په بېړني حالت کې یوو او په دغه راز حالت کې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده. وړاندیز مو دا دی چې د برېښنا ستونزه د کابینې په یوه غونډه کې مطرح شي او د دغې ستونزې د حل لپاره ګټوره طرحه برابره او عملي شي. پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.