31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه په دایکنډي کې ډوب شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د دایکنډي سیمه يیز مسوولين وایي چې پنځه تنه په سیند کې ډوب شوي دي.
د دایکنډي له طبیعی پېښو سره د مبارزې ريیس اسدالله سروري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې یو موټر سایکل له څلورو سپرلیو سره د دغه ولایت د مرکز نیلي ښار په غدار کلي کې له یوه پله څخه د تېریدو په وخت کې په سیند کې وغورځید او سپرلۍ یې ډوبې شوې.
هغه زیاته کړه چې دغه پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي وو او د کلي اوسېدونکو چې غوښتل يې هغوی وژغوري؛ هم ډوب شول او تر اوسه لادرکه دي.
سروري زیاته کړه چې د دغه موټر سایکل په سپرلیو کې یو سړی، دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي چې یوه ښځه او یو سړی ژغورل شوي دي او د یوه تن مړی ترلاسه شوی دی او نور يې تراوسه لادرکه دي.
پاى/سعیده

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.