په کندزکې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
د کندز روغتیايي مسوولين وايي چې په کندز کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په وروستیو کې په مجازي پاڼو کې خبرونه خپرېږي چې ګنې په کندزکې د کرونا ويروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د کندز د عامې روغتیا رییس ډاکټر احسان الله فضلي په یوه ټلیفوني اړیکه کې باختر آژانس ته وویل چې دغه ریاست د یوه مشکوک سړي نمونه د آزمایښت لپاره کابل ته لېږلی وه؛ چې له نېکه مرغه د دغې پېښې نتیجه منفي وه.
د عامې روغتیا رییس زیاته کړه: په ټولنیزو رسنيو کې هغه خبرونه خپرېږي چې ګنې په کندز کې هم د کرونا یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده؛ دغه خبرونه حقیقت نلري.
ختم/ع

 

Last modified on Sunday, 05 April 2020 09:58
back to top