30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات والي: د کرونا ويروس په مخنيوي کې د عالمانو رول ټاکونکى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
د هرات والي سېد عبدالوحيد قتالي د عالمانو او روحانيونو په عالي غونډه کې په ګډون سره د روغتيايي لارښوونو رعايتولو او له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د تبليغ او د خلکو  د هڅونې په خاطر د ديني عالمانو پر رول خوښي څرګنده کړه.
قتالي د امکاناتو او د بشر دوستانه مرستو په برابرولو د خوندي خوراکي توکو او درملو د بانک د جوړولو او د طبابت ټولنې د ملاتړ په لاره کې د هرات د سيمه ييزې ادارې د جديت يادونه وکړه او له ديني عالمانو څخه يې د رښتينو اړو کسانو د تثبيت لپاره د همکارى غوښتنه وکړه.
د هرات والي وويل: اړو او مستحقو کسانو ته به د اړتيا وړ مرستې د جوماتونو له لارې ووېشل شي. د بشر دوستانه مرستو د وېش په برخه کې د ديني عالمانو او جوماتونو مشارکت به د رښتينو اړو کسانو په تثبيت  کې اغېزمن وي.
د لوېديځې حوزې د عالمانو او روحانيونو د عالي شورا رييس مولوي خداداد صالح هم د هرات والي ته د هرکلي په ويلو سره، له کرونا ويروس سره د مبارزې پروګرام د پياوړتيا او د روغتيايي لارښوونو د رعايتولو غوښتنه وکړه.
هغه هم له کرونا ويروس سره مبارزه يو اساسي لومړيتوب وباله او يو شمېر ستونزې يې طرحه کړې.
دغه راز د حج او اوقافو رييس سېدمحمد شېرزادي هم له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د روغتيايي لارښوونو او تدبيرونو رعايتول الزامي وبلل.
ختم - ج – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.