04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مهاجرينو مرستندويه موسسې له زيانمنونکو کسانو سره مرسته کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
د کابل ولايت د ټولنيزو چارو مرستيالې او د مستحقينو او مهاجرينو د مرستې د کمېټې رييسې نن د مهاجرينو د مرستندويو موسسو له استازو سره وکتل.
د کابل ولايت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د کابل ولايت د ټولنيزو چارو مرستيالې حنيفې ګيرووال د ملي او نړيوالو موسسو له استازو سره چې د مهاجرينو په برخه کې فعاليت کوي؛ وکتل.
هغې د خوراکي او روغتيايي توکو د کمښت له پلوه د کابل خلکو انديښنې بيان کړې  او د دغو موسسو له استازو څخه يې د مرستې رسونې، پوهاوې ورکولو او په اوسني حالت کې د لازمو تياريو په برخو کې دسملاسي مرستو او هلوحلو غوښتنه وکړه چې  زيانمنونکو کسانو ته په خپل وخت مرستې ورسېږي.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.