30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

دولس تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د کابل د امنيې...

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

په ايبکو ښار کې قرنطين تمديد شو

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر د سمنګانو په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جنوبي سالنګ کې د ښوئيدلو ډبرو پاکول پيل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ٢١مه / باختر
په جنوبي سالنګ کې د ښوئيدلو ډبرو د پاکولو کار نن سهار پيل شو.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست انجنير عبدالظاهر محمدي باختر آژانس ته  وويل: د جنوبي سالنګ په هيجان ساحه کې د ښوئيدلو ډبرو د پاکولو کار پيل شوى او دغه لاره يوازې د مسافر وړونکو وسايطو  پر مخ پرانيستې ده او د سالنګونو د ساتنې او څارنې ماشينري رياست هلې ځلې کوي تر غرمې وروسته دغه لويه لاره له ښوئيدلو ډبرو څخه پاکه کړي .
هغه زياته کړه: څرنګه چې د نورو ډبرو د ښوييدو امکان شته؛ له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کېږي چې په دې لارې په خاصه توګه د ډبرو ښوئيدنې په سيمو کې د تېرېدو په وخت کې د سالنګونو د موظفو مسوولينو لارښوونې په پام کې ونيسي او له زيات احتياط څخه کار واخلي.
تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د سالنګونو د هيجان تنګۍ په ساحه کې د غره يوه برخه ونړېده چې له امله يې دغه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.