په پنجشېر کې دوه تنه د کور د چت د نړېدو له امله ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
په پنجشېرکې تېره شپه د يو کور د چت د نړېدو له امله دوه ځوانان ووژل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د پنجشېر د پرنيانو ولسوالۍ په شالکه کلي کې رامنځته شوه چې په پايله کې دوه تنه ووژل شول.
مقاماتو د دغه کور د چت د نړېدو علت په دغه ولايت کې پرله پسې اورښتونه ياد کړل.
پاى \ ذ

Last modified on Saturday, 23 May 2020 09:25
back to top