26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلو ولسوالۍ...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير ټليفوني خبرې وکړې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوريت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ ادا شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن د هېواد په ټولو ولايتونوکې په امنه فضا کې ادا شو.
د باختر آژانس د سيمه ييزو خبريالانو د خبرونوله مخې؛ سره له دې چې په هېواد کې  د کرونا ويروس د خپرېدو خطر مخ په زياتيدو دى، خو خلکو د هېواد په مرکز،  ولايتونو او ولسواليو کې د لږو امنيتي ټکو په رعايتولو سره جوماتونو ته لاړل او د اختر لمونځ يې ادا کړ.
ديني عالمانو او ملا امامانو د اختر لمانځه په خطبو کې د ديني موعظو ترڅنګ د هغه اوربند چې د اختر په درېيو ورځو کې د طالبانو له خوا اعلام شوى دى او د افغانستان  د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان له خوا یې هرکلي شوى دى؛  خوښي څرګنده کړې ده او له طالبانو او دولت څخه په هېواد کې د دايمي سولې غوښتنه شوې ده.
زياترو دغو ديني عالمانو روانه جګړه ناروا بللې ده او ويلي یې دي چې دغه جګړه ورور وژنه ده او په هېڅ صورت په اسلام کې جواز نه لري.
ديني عالمانو د اختر لمانځه په خطبو کې د دغه اوربند اعلامول نېک فال بللی دى او هيله يې څرګنده کړې ده چې دا د هېواد د مسلمانو خلکو ترمنځ د سولې او روغې جوړې د راتلونکو اقداماتو لپاره ښه پيلامه وي.
په دغو خطبو کې دغه راز له خلکو غوښتل شوي دي چې د کرونا ساري ويروس  جدي ونيسي او روغتيايي ټکي رعايت کړي او د ځان او خپلو کورنيو د ساتنې لپاره  خپل مسووليت ادا کړي.
ديني عالمانو روغتيا د الله (ج) ستر نعمت او د انسان سلامتيا يې هغه امانت وباله چې الله (ج) ورکړی دی او  انسانان د خپلې سلامتيا په ساتنه کې الله (ج) ته مسوول دي. 
په دغو خطبو کې څرګنده شوې ده: که چېرې روغتيايي امیني تکو ته پاملرنه ونه کړي؛  هم ځان له خطر سره مخ کوي او هم د خپلې کورنۍ او ټولنې ژوند له خطر سره مخ کوي.
دوى له کرونا ويروس سره مبارزه د هر مومن مکلفيت وباله او له لمونځ کوونکو څخه يې وغوښتل چې په اختر کې د خپلو خپلوانو کورونو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي او په دې ډول د دغه خطرناک ويروس د زيات خپرېدو د مخنيوي په لاره کې  خپل پور ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو، حج او اوقافو او د عامې روغتيا وزارتونو هم له خلکو څخه غوښتي دي چې د کرونا ويروس د زيات خپرېدو د مخنيوي په خاطر په اختر کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي.
ختم - ج –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.