27 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د پکتيکا هوايي ډګر په مخابروي دستګاو سمبال شو

کابل/ د تلي٦مه/ باختر د ملکي هوايي چلند ادارې پرون...

په کندز او بغلان کې څوارلس ماینونه شنډ شول .

کابل د تلې ۶ باختر دفاعي منسوبانو د کندز او...

په هرات کې د پوليسو لسګونو منسوبان له دندو لېرې کړاى شول

هرات / د تلي٦مه/ باختر د هېواد د کورنيو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل ښار بې وزلي خلک دبرېښنا اودڅښاک داوبو ديوې دورې لګښت له ورکولو څخه معافېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دغبرګولي ٨مه / باختر :
دکابل بيړنۍ کمېټې دکابل ښار دبې وزلوخلکو دبرېښنا او دڅښاک داوبو ديوې دورې لګښت ددغې کمېټې له اختصاصي بودجې څخه  دبرېښنا شرکت  او د کابل ښار داوبو رسونې  ادارې ته ورکوي .
دباختراژانس دخبرله مخې، کابل والي محمد يعقوب حيدري نن دحکومت داطلاعاتواو رسنيو په مرکز کې په يوه خبري غوڼډه کې وويل: دغه معافيت دکابل ښار دبرېښنا اودڅښاک داوبو په هغو مشترکينو پورې مربوط دي چې ددوى دبرېښنا او دڅښاک داوبو ديوې دورې لګښت تر زرو افغانيو پورې  وي .
کابل والي وويل  چې له دغه معافيت څخه به دکابل ښار دبرېښنا اواوبو په سلو کې پنځوس چې  ٣٥٠زره کورنى کېږي ګټه واخلي .
حيدري زياته کړه چې دکابل ښار دبې وزلو کورنيو دبرېښنا اودخښاک داوبو  ديوې دورې  دلګښت  دمعافيت تصميم  له هغه وروسته دکابل په بيړنۍ کمېټه کې ونيول شوه  چې يو زيات شمېر بې وزلي کورنى دغې کمېټې ته راغلل او دخپل برېښنا اواوبو دلګښت  له ورکولو څخه يې  خپله بې وزلي څرګنده کړه .
  ختم_ ج _اکرم
                                                         

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.