27 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د پوليسو لسګونو منسوبان له دندو لېرې کړاى شول

هرات / د تلي٦مه/ باختر د هېواد د کورنيو چارو وزارت...

په فاریاب کې بی ځایه شویو کورنیو مرسته ترلاسه کړه .

کابل/ د تلې 6 مه / باختر په فاریاب کې نن...

څلويشت ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د تلې 6 مه / باختر مرکزي بانک ٤٠ ميليونه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سېلاو په بدخشان کې مالي زيانونه واوړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر  
سېلاوونو تېره شپه د بدخشان په څو ولسواليو کې څه دپاسه ٧٠٠ کورنيو ته مالي زيانونه واړاول.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس سېدعبدالله همايون دهقان له باختر آژانس سره په ټلېفوني اړيکه کې وويل چې دغو سېلاوونو په بهارک، شُهدا او جرم ولسواليو او د بدخشان په مرکز پورې اړوند درېيو کليو کې زيات مالي زيانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په جرم، بهارک او شُهدا ولسواليوکې دوه ورځې مخکې هم د سېلاوونو د راوتلو له امله درې کسان ووژل شول، څو بڼونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې او يوشمېر څاروي له منځه لاړل.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس د څېړنې په موخه له مرستنديو بنسټونو څخه يو پلاوى يادو سيمو ته لېږلى دى.
پاى \ ذ

Last modified on Friday, 29 May 2020 09:16

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.