په پروان کې٩٠٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر
په پروان کې پرون پر ٩٠٠ کورنيو خوراکې توکي ووېشل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د پروان سيمه ييزې ادارې د پروان په مرکز چاريکارو ښار کې له کرونا ويروس څخه پر ٩٠٠ زيانمنو شويو کورنيو  خوراکي توکې ووېشل.
د پروان د والي مرستيال شاه ولي شاهد د يادو مرستو د وېش په وخت کې وويل: د پروان د سيمه ييزې ادارې په مرسته کې اوړه، وريجې، غوړي، لوبيا، چاى او مالګه شته.
د پروان د مدني ټولنې استازي محمد هارون نور وويل چې مرکزي حکومت د کرونا ويروس د پراختيا د مخنيوي په خاطر ٢٠ميليونه افغانۍ دغه ولايت ته ځانګړې کړې دي چې ١٠ميليونه يې روغتيايي توکي پېرودل شوي او څه د پاسه ٨ ميليونه يې خوراکې توکي، چې په مرکز او وليسواليو کې يې وېش پيل شوى دى.
پاى \ ذ 


 

Last modified on Friday, 29 May 2020 09:17
back to top