13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مرکزي بغلان خلکو د دغې ولسوالۍ د ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ خلکو پرون په پراخ اعتراض سره د دغې ولسوالۍ د ولسوال د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ اعتراض کوونکو چې شمېر يې څه دپاسه زرو ته رسېده؛ د مرکزي بغلان ولسوالۍ شته ستونزې د ولسوال د کمزورى مديريت زېږنده بولي او وايي چې د دغې سيمې اقتصادي او ټولنيزې ستونزې د مرکزي بغلان د ولسوال کمزورى مديريت دى.
په همدې حال کې د دغې ولسوالۍ قومي مشر ارباب فرامرز توخي او په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي اسدالله شهباز په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې اقتصادي او ټولنيزې ستونزې په دې ولسوالۍ کې په خپل وخت د پرمختيايي پروژو نه تطبيقول  وبلل او ويې ويل چې د دغو پروژو نه تطبيق د دې سبب شوى دى چې د دغې ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شي او په اعتراض لاس پورې کړي.
ختم- ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.