02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د حکومت رهبرۍ غونډې د پخې ډوډۍ د وېش پر ملي برنامې او کرونا ویروس پرخلاف پر لا زیاتې مبارزې خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

کابل / د غبرګولی ۱۰ مه / باختر

د حکومت د رهبرۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په بریالي ډول د هیواد په ۳۳ ښارونو کې اړمنو او بېوزلو هیوادوالو ته په وړیا ډول د پخې ډوډۍ د وېش پر ملي برنامې او په دې برخه کې پر عمده خنډونو او ستونزو بحث وشو.

د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح د دې برنامې د عملي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې وې ویل، د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د پخې ډوډۍ د وېش بهیر کې ګڼ شمېر رضاکارانو او د مدني ټولنو غړو له دولت سره ملتیا وکړه او دغه برنامه یې عملي کړه.

هغه ټینګار وکړ : صنفي اتحادیې، علما، هټیوال او د پلورنځیو او مغازو مالکان دې منسجم شي او له ورته موجودو ظرفیتونو څخه دې هم استفاده وشي، چې موږ وکولی شو بېوزلو او اړمنو خلکو ته رسېدنه وکړو او د هیواد په مختلفو نقطو کې دې ښاروالۍ دخیلې شي او دغه برنامه باید په شفافه فضا کې ترسره شي.

صالح وویل، نانوایانو، د ګذر وکیلانو، دولتي مامورینو او مدني فعالانو چې په دې بهیر کې فعاله ونډه درلوده، باید وپېژندل شي او وهڅول شي.

وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رییس عبدالمتین بېګ په مختلفو ولایتونو کې اړمنو او بې بضاعته هیوادوالو ته د پخې ډوډۍ د وېش بهیر په اړه خپل راپور وړاندې کړ وې ویل، له دې برنامې څخه زرګونه مستحقې کورنۍ مستفیدې شوې او هڅه شوې چې د خنډونو اندازه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسول شي او همداراز ولایتي ادارې له مرکز سره په ګډه وتوانېدې دا برنامه په بریالي ډول عملي کړي.

وروسته د کابل ښاروال داوود سلطانزوی خبرې وکړې وې ویل، کابل ښار کې زرګونه کورنیو ته د ډوډۍ وېش بهیر د ګذر او ناحیو وکیلانو په همکارۍ دوام لري او خنډونه تر دې کچې نه دي چې په هغه کې د ځنډ او اخلال لامل وګرځي او کابل ښاروالۍ اماده ده چې د مرستو رسولو په برخه کې له خلکو سره لا زیاتې هڅې وکړي.

جمهور رییس غني په دې پروسه کې د دخیلو افرادو او بنسټونو له هڅو د مننې ترڅنګ وویل، اړمنو او بېوزلو کسانو ته رسېدنه د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او موږ به د دقیقې او منظمې برنامه جوړونې له لارې هڅه وکړو چې د کرونا ویروس له امله رامنځته شویو منفي اغېزو سره لا زیاته مبارزه وکړو.

همداراز  جمهور رییس اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د هیواد د اړمنو او بې بضاعته افرادو یو ډېټابېس ترتیب کړي، چې په خرابو او بحراني شرایطو کې دولت وکولی شي په چټکۍ هیوادوالو ته رسېدنه وکړي.

د هیواد جمهور رییس څرګنده کړه: د کرونا ویرس له امله د رامنځته شوي وضعیت او اړمنو او بېوزلو هیوادوالو ته د مرستو رسولو په ځانګړي ډول پخې ډوډۍ وېش برنامو عملي کولو په خاطر مو د کورنیو ظرفیتونو د بسیج کولو لپاره مهمې تجربې او درسونه زده کړل.

هغه زیاته کړه، په لومړي ځل د افغانستان حکومت وتوانېد د نورو بنسټونو له مرستې پرته په ډېرې کمې موده کې یوه لویه برنامه عملي کړي. اوسمهال په حکومت کې ښه ظرفیتونه رامنځته شوي او د دغه ډول برنامو دعملي کولو لپاره د دې ظرفیتونو انسجام ډېر مهم دی.

جمهورر رییس د خصوصي سکتور، جوماتونو او ټولنیزو بنسټونو د همکاریو یادونه هم وکړه او د دې بهیر پر شفافیت یې ټینګار وکړ وې ویل، د دې برنامې ټول لګښتونه دې د مالیې وزارت اړوند مسوول بنسټونه وړاندې کړي، چې خلک د هغه له شفافیته ډاډمن شي.

جمهور رییس د نورو مرستندویو بستو چې حکومت یې خلکو سره د مرستې لپاره د ملي برنامو په چوکاټ کې تر کار لاندې لري یادونه وکړه وې ویل، د نړیوال بانک په ملاتړ له خلکو سره پر مرستندویو بستو هم کار دوام لري، چې موږ وکولی شو د پخې ډوډې د وېش ترڅنګ خپلو بې بضاعته هیوادوالو ته اولیه توکي هم ووېشو.

همداراز په دې غونډه کې د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی وضعیت تحلیل او وارزول شو او په دې برخه کې وړاندوینې او خنډونه او دا چې له هغه سره د مقابلې لپاره زموږ روغتیایي بنسټونه په څه وضعیت کې دي او عامه پوهاوی څنګه دی، هم بحث وشو.

دې ته په پام چې متاسفانه لا تر اوسه هم د دې ناروغۍ درمل نه دي موندل شوي او موږ په داسې وضعیت کې یوو چې خلک زیانمن دي او د اخته کسانو شمېر په صعودي حالت کې دی، ټینګار وشو چې خلک باید روغتیایي لارښوونو ته پاملرنه وکړي او عامې روغتیا وزارت او اړوند بنسټونه دې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د خپلو برنامو د عملي کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

په همدې ترتیب ټینګار وشو چې خلک باید د کرونا ویروس له امله پر رامنځته کېدونکو خطرونو خبر شي او په دې ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید روغتیایي لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.