02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررییس محمد اشرف غني د ټلیفوني تماس له لارې د مرحوم حاجي ملک محمد عثمان له زوی سره غمشریکي وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۱۰مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن ماسپښین د ټلیفوني تماس له لارې له حاجي عبیدالله شینواري سره د هغه د پلار  او د شینوارو د مخور قومي مشر حاجي ملک محمد عثمان د وفات له امله غمشریکي وکړه او هغه ته یې د تسلیت ژور مراتب وړاندې کړل.

د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس په دې تلیفوني مکالمه کې، د دې ترڅنګ چې مرحوم ته د جنت او د هغه کورنۍ او دوستانو ته د لوی الله تعالی له دربار څخه د جمیل صبر هیله څرګنده کړه او ویې ویل: ارواښاد حاجي ملک محمد عثمان او کورنۍ یې  د نظام او خلکو د ملاتړ لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

حاج عيبیدالله شینواري د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس له تلیفوني تماس او غمشریکۍ مننه وکړه.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.