13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مزارشريف ښار قرنطين ١٠ ورځې نور تمديد شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف / د غبرګولي ١١ مه/ باختر  
سيمه ييزو مسوولانو پرون  د  مزارشريف ښار  د نورو ١٠ ورځو لپاره په  قرنطين  کې راوست.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ په بلخ کې د کرونا ويروس د اخته کسانو  د شمېر په زياتيدوسره  کرونا ويروس سره د مبارزې د بيړنيو حالاتو کمېټې په  يوه فوق العاده غونډه کې  د مزارشريف  ښار   د نورو لسو ورځو  لپاره په قرنطين کې راوست  .
دغې کمېټې  دمزارشريف له اوسيدونکو څخه وغوښتل  ترڅو دقرنطين ټول شرايط  رعايت کړي  او دقرنطين دشرايطو په ساتنه کې  له پوليسو سره همکاري وکړي.
دغه راز يو شمېر ښاريانو د مزارشريف ښار له قرنطين څخه خوښي وښودله اوله خلکو څخه يې وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او کرونا  ته دې ماتې  ورکړي.
دا په داسې حال کې ده  چې اوس  په بلخ کې په  کرونا ويروس داخته کسانو شمېر څه ناڅه څلور سوه کسانو ته رسيدلى  دى.                                                                                       پاى \ ذ

Last modified on Sunday, 31 May 2020 09:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.